په کندهار کې د ۳ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو لګولو د کاریز پروژه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

content_manager
شنبه ۱۳۹۹/۶/۲۲ - ۱۱:۱۸
په کندهار کې د  ۳ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو لګولو د کاریز پروژه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

په کندهار ولایت کې د کلیو د بیا رغونې او پراختیا وزارت د سیمه ییز پروګرام له لوري د څه باندې ۳ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو لګولو د کاریز پروژه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

د دغې پروژې په ترڅ کې د یاد ولایت د دامان ولسوالي په سرې کلا کلي کې د اوبو لګولو کاریز چې ګڼ شمیر څاګانې، د اوبو زیرمتون او کروندو ته د اوبو د رسولو د ۲۷۰۹ مترو په اوږدوالي کانال لري جوړ شویدی.

د دغې پروژې د تطبیق پر مهال ۳۳۰۱ کاري ورځې رامنځته شوي او د سیمې ۳۰۱ اوسیدونکي له دغې پروژې ګټه پورته کوي. د یادونې وړ ده چې دغې پروژې د سیمې ۲۲۰۰جریبه کرنیزه ځمکه او ګڼ شمیر باغونه د اوبو لګولو تر منظم پوښښ لاندې راوستي دي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۸:۳۷
Background image

د مرکزي او ولایتي رئیسانو د همغږۍ سیمینار پای ته ورسېد

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د مرکزي او ولایتي رئیسانو د همغږۍ درې ورځنی سیمینار نن د انټرکانټیننټال هوټل په تالار کې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د محترم وزیر الحاج ملا. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۸:۴۷
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د فراه ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د فراه ولایت له الحاج ملا محمد حافظ مجاهد سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې د فراه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۱۳:۳۷
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د پروان ولایت له مخورو او سپین ږیرو سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د پروان ولایت له مخورو او سپین ږیرو سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې د پروان ولایت. . .

BACK TO NEWS