په کندهار کې د ۲۲,۴۷ کیلو واټو په ظرفیت د لمريزې برېښنا د توليد یوه شبکه جوړه شوه

mrrd-admin
شنبه ۱۳۹۹/۱۲/۱۶ - ۴:۳۶
په کندهار کې د ۲۲,۴۷ کیلو واټو په ظرفیت د لمريزې برېښنا د توليد یوه شبکه جوړه شوه

د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د ولسي تړون ملي پروګرام له لوري د کندهار ولایت په سپین بولدک ولسوالۍ د فیروز پراختیایي شورا لخوا د څه باندې ۶,۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د ۲۲,۴۷ کیلو واټو په ظرفیت سره د لمریزې برېښنا د شبکې د جوړولو کار بشپړ شویدی. په دې شبکه کې ۱۰۲ تختې ۳۳۰ واټه سولري هېندارې او۲۰۰ امپیره ۶۰ بطریو پر نصب سربېره ۶۲۶۰ متره تار غځېدلی دی. د دغه پروژې د جوړېدو په بهیر کې تخنیکي او نا تخنیکي کاریګرو ته ۱۰۲۸ کاري ورځې رامنځته شوېدي او ۱۸۸ کورنۍ ترې گـټه پورته کوي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۴:۳۲
Background image

په زابل ولایت کې د یوه پُل د جوړولو چارې پیل شوې

د زابل ولایت د شاجوی ولسوالۍ اړوند د جعفر علي‌خېلو په کلي کې د (۴۰) مترو په اوږدوالي د یوه پُل د جوړولو چارې د (۱۷.۵) میلیونه افغانیو په لګښت، د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د مالي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۹:۴۷
Background image

د لغمان ولایت علیشنګ ولسوالۍ کې د (۲،۰۸۹) کیلومتره جغل‌ فرش سړک د جوړولو چارې پیل شوې

د لغمان ولایت د علیشنګ ولسوالۍ اړوند له واینګل سیمې څخه تر اولیا بالا پورې د (۲،۰۸۹) کیلومتره جغل ‌فرش سړک د جوړولو چارې، د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیو ودانیزو چارو مرستیال. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۶:۱۳
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیو ودانیزو چارو مرستیال په ننګرهار کې د پراختیايي پروژو د کار له بهیر څخه څارنه ترسره کړه

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیو ودانیزو چارو مرستیال ښاغلي الحاج محمد ارسلاح خروټي ننګرهار ولایت ته د کاري سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د بېرته راستنېدونکو کډوالو ښارګوټي کې د. . .

BACK TO NEWS