په کندهار کې د څه باندې ۱.۸ میلیونه افغانیو په لګښت د یوه محافظوی دیوال جوړولو چارې روانې دي
د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت د ولسي تړون ملي پروګرام له لوري د کندهار ولایت د سپين بولدک ولسوالۍ په شاګلان کلي کې د څه د باندې ۱.۸ میلیونه افغانیو په لګښت د محافظوی دیوال د جوړولو کار۵۰ سلنه پرمخ تللی دی.
دغه محافظوي دیوال ۳۳۵ متره اوږد والي او ۱,۲ متره لوړوالی لري. او د کار په بهیر کې به یې تخنیکي اوناتخنیکي کاریګرو ته ۱۸۷۶ کاري ورځې رامنځ ته شي. له بشپړیدو وروسته به د ۱۸۰ جریبه ځمکې د تخریب څخه مخنیوی وشي او ۸۷ کورنۍ به ترینه ګټه پورته کړي.