په کندهار کې د ١٦ کیلو واټ لمريزې برېښنا د توليد شبکه جوړه شوه
د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت د ولسي تړون ملي پروګرام له لوري د کندهار ولایت د سپین بولدک ولسوالۍ د عبدل کلیوالي شورا لپاره د ۴.۴ میلیونه افغانیو په لګښت د ۱۶ کیلو واټه لمریزې بریښنا پروژه بشپړه شوه.
په دې شبکه کې ٥٨ سولري هېندارې ۳۳۰ واټه، ٤٨ بټرۍ ۲۰۰ امپیره او۳۲۵۰ متره تار لري. ددې پروژې د جوړولو په ترڅ کې تخنیکي او نا تخنیکي کارکوونکيو ته ١٢٤٨ کاري ورځې رامنځته شوې وې.
