په کندهار کې د اوبو لګولو د ۶ کیلو متره کانال د جوړولو کار روان دی

content_manager
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۱/۱۷ - ۱۵:۶
په کندهار کې د اوبو لګولو د ۶ کیلو متره کانال د جوړولو کار روان دی

د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت د سیمه ییزو پروګرامونو همغږۍ دفتر له خوا د کندهار ولایت د ژیړۍ ولسوالۍ په چهار شاخه او میراخور کلیو کې د اوبه خور د ۶ کیلو متره کانال، ۱۶۹ متره سربند او ۳۶۰ متره محافظتي دیوال د جوړولو کار ۵۰ سلنه مخکې تللی.

د دې پروژې په ترڅ کې زرګونه کاري ورځې رامنځ شوي او تر بشپړتیا وروسته به یې ۳۰ زره کسان له ګټو برخمن شي.

یاده دې وي چې دا پروژه ۲۷ زره او ۵۰۰ جریبه کرنیزه ځمکه او د سیمې باغونه د اوبه خور تر منظم پوښښ لاندې راولي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۸:۳۷
Background image

د مرکزي او ولایتي رئیسانو د همغږۍ سیمینار پای ته ورسېد

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د مرکزي او ولایتي رئیسانو د همغږۍ درې ورځنی سیمینار نن د انټرکانټیننټال هوټل په تالار کې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د محترم وزیر الحاج ملا. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۸:۴۷
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د فراه ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د فراه ولایت له الحاج ملا محمد حافظ مجاهد سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې د فراه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۱۳:۳۷
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د پروان ولایت له مخورو او سپین ږیرو سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د پروان ولایت له مخورو او سپین ږیرو سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې د پروان ولایت. . .

BACK TO NEWS