په کندهار کې د اوبو لګولو د یوه کانال د جوړیدو کار روان دی

mrrd-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۱/۳ - ۱۵:۱
په کندهار کې د اوبو لګولو د یوه کانال د جوړیدو کار روان دی

په کندهار ولایت کې د کلیو د بیا رغونې او پراختیا وزارت د سیمه ییز پروګرام له لوري د IFAD د پروژې په اډانه کې د اوبو لګولو د کانال د جوړولو کار روان دی. د دغې پروژې په ترڅ کې د یاد ولایت د ژیړۍ ولسوالي په چهار شاخه کلي کې د اوبو لګولو پوخ او معیاري کانال جوړیږي.

د یاد کانال د جوړولو پر مهال چې د آسیايي پرمختیايي بانک له لوري تمویل شوی لسګونه زره کاري ورځې رامنځته کیږي او په بشپړیدو به یې زرګونه ځايي اوسیدونکي ترې ګټه پورته کړي. د دغې پروژې له لارې به نه یواځې د سیمې لسګونه زره جریبه کرهڼیزه ځمکه او ګڼ شمیر باغونه د اوبو لګولو تر منظم پوښښ لاندې راشي بلکې د سیمې زرګونو اوسیدونکو ته به اوږد مهاله کاري بوختیاوې هم چمتو شي.

د یادونې وړ ده چې د کلیو د بیا رغونې او پراختیا وزارت په ځانګړي ډول د دغه وزارت سیمه ییز پروګرام د اوبو د مدیریت په برخه کې چې د حکومت لومړیتوب دی خپل مسوولیت په سمه تر سره کړی او دغه هدف ته د رسیدو په لار کې یې خپلې هڅې جاري ساتلي دي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۳/۵ - ۸:۱۹
Background image

په پروان ولایت کې د (۱۷۵) بیلابیلو پراختیايي پروژو چارې پیل شوې

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له لوري د پروان ولایت په شینواري او سالنګ ولسوالیو کې د څه باندې (۲۴۵) میلیونه افغانیو په لګښت د (۱۷۵) پراختیايي پروژو چارې نن د یوې غونډې په ترڅ کې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۲/۱۰ - ۱۵:۲۲
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت کې د مؤسساتو له استازو سره د همغږۍ غونډه ترسره شوه

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د محترم وزیر الحاج ملا محمد یونس اخندزاده صاحب په مشري نن له غرمې مخکې د مؤسساتو له استازو سره د همغږۍ غونډه ترسره شوه.

په یاده غونډه کې چې د کلیو د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۲/۱۰ - ۸:۱۲
Background image

په میدان وردګ ولایت کې د (۱۱۶) بیلابیلو پراختیايې پروژو چارې پیل شوې

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له لوري د میدان وردګ ولایت په جغتو ولسوالۍ کې د شاوخوا (۲۰۳) میلیونه افغانیو په لګښت د (۱۱۶) بیلابیلو پراختیايې پروژو چارې نن د یو لړ مراسیمو په ترڅ. . .

BACK TO NEWS