په کندهار کې د اوبو د ذخیروي بند د جوړولو کار روان دی

mrrd-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۵/۵ - ۷:۱۳
په کندهار کې د اوبو د ذخیروي بند د جوړولو کار روان دی

په کندهار ولایت کې د کلیو د بیا رغونې او پراختیا وزارت د سیمه ییز پروګرام له لوري د اوبو لګولو د ذخیروي بند د جوړولو کار ۵۰ سلنه مخ ته تللی دی.

د دغې پروژې په ترڅ کې د یاد ولایت په مرکز پورې اړونده سیمه میانکو کې د ۱۹۵ مترو په اوږدوالي د اوبو لګولو پوښ ذخیروي بند د جوړیدو په حال کې دی. د یادې پروژې د تطبیق پر مهال به ۲۲۱۴ کاري ورځې رامنځته شي او په بشپړیدو به یې د سیمې ۱۹۵۰ اوسیدونکي ترې ګټه پورته کړي. د یادونې وړ ده چې د دغې پروژې په بشپړیدو به هلته د ځايي اوسیدونکو ۵۷۵ جریبه کرهڼیزه ځمکه د اوبو لګولو تر منظم پوښښ لاندې راشي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۹/۳ - ۴:۴۵
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت او د لوړو زده کړو وزارت د ګډې څارنې کمېټې غونډه ترسره شوه

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت او د لوړو زده کړو وزارت د ګډې څارنې کمېټې غونډه، د دواړو وزارتونو ترمنځ د لاسلیک شوي مخکیني ګډې همکارۍ هوکړه‌لیک د تطبیق بهیر د ارزونې په موخه، د کلیو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۹/۲ - ۵:۴۷
Background image

په کندهار ولایت کې د اوبو د یوه کوچني بند (چکډیم) د جوړولو چارې پیل شوې

د کندهار ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست له لوري د دغه ولایت د ارغستان ولسوالۍ په ماکوان خانزي کلي کې د څه باندې (۶،۱) میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو د یوه کوچني بند (چکډیم) د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۹/۲ - ۵:۴۳
Background image

په کونړ ولایت کې د اوبو رسولو دوې شبکې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

د کونړ ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست له لوري د دغه ولایت د پیچ درې ولسوالۍ  په درې ښار او توحید آباد کلیو کې د څه باندې (۷.۱) میلیون افغانیو په لګښت د اوبو رسولو دوو شبکو د. . .

BACK TO NEWS