په کندهار ولایت کې له ۲۹ اړو کورنیو سره د څه باندې ۶۸ زره افغانيو په ارزښت د خوراکي توکو مرسته وشوه

Ehsan_admin
چهارشنبه ۱۳۹۹/۲/۲۴ - ۱۴:۳۱
کندهار

د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د ولسي تړون ملي پروګرام د غله جاتو د بانک له لوري له ۲۹ اړو کورنیو سره د څه باندې ۶۸ زره افغانيو په ارزښت د کندهار ولایت د سپین بولدک ولسوالۍ اړوند د مریاڼو پراختیایي شورا لخوا د خوراکي توکو مرستې وشوې. دغه مرستې د ولسي تړون د ټولنیز ګډون لپاره د مالي وجهې پروګرام (SIG) لخوا چې د خلکو ونډه هم پکې شامله وه، کلیوالو ته وړاندې شوې. پدې مرستو کې اوړه، غوړي او بوره شامله وه. دیادونې وړ ده چې پدې وروستیو کې د کرونا ویروس له امله د ولسي تړون ملي پروګرام د غله جاتو د بانکونو فعالیتونه ډیر شویدي چې د بې روزګارۍ او موسمي لوږې په موده کې د کلیو د شتمنو خلکو لخوا د اړو کسانو د لاسنیوي کلتور خپور شي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۴:۳۲
Background image

په زابل ولایت کې د یوه پُل د جوړولو چارې پیل شوې

د زابل ولایت د شاجوی ولسوالۍ اړوند د جعفر علي‌خېلو په کلي کې د (۴۰) مترو په اوږدوالي د یوه پُل د جوړولو چارې د (۱۷.۵) میلیونه افغانیو په لګښت، د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د مالي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۹:۴۷
Background image

د لغمان ولایت علیشنګ ولسوالۍ کې د (۲،۰۸۹) کیلومتره جغل‌ فرش سړک د جوړولو چارې پیل شوې

د لغمان ولایت د علیشنګ ولسوالۍ اړوند له واینګل سیمې څخه تر اولیا بالا پورې د (۲،۰۸۹) کیلومتره جغل ‌فرش سړک د جوړولو چارې، د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیو ودانیزو چارو مرستیال. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۶:۱۳
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیو ودانیزو چارو مرستیال په ننګرهار کې د پراختیايي پروژو د کار له بهیر څخه څارنه ترسره کړه

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیو ودانیزو چارو مرستیال ښاغلي الحاج محمد ارسلاح خروټي ننګرهار ولایت ته د کاري سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د بېرته راستنېدونکو کډوالو ښارګوټي کې د. . .

BACK TO NEWS