په کندهار ولایت کې د کلیوالي صنایعو ستر نندارتون پیل شو

Ehsan_admin
پنجشنبه ۱۳۹۸/۹/۱۴ - ۱۰:۷
قندهار

د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د جلالتمآب رییس جمهور د هدایاتو سره سم چې په کندهار ولایت کې باید د کلیوالي متشبثینو د تولیداتو د انکشاف او پراختیا په موخه لازم اقدامات ترسره شي، په لومړي قدم کې د دې وزارت د کلیوالي اقتصاد د پیاوړتیا ملي پروګرام له لوری د دوی د تولیداتو د بازارموندنې او پرمختیا لپاره د هېواد د اووه زونونو په کچه د کلیوالي تولیداتو ستر نندارتون په کندهار ولایت کې جوړ شو.  یاد نندارتون چې د روان کال د لیندۍ میاشتې په ۱۲مه نېټه د کندهار ولایت په عینو مېنه کې رسماً د دې ولایت د والي مرستیال، سکتوري رییسانو، مدني فعالانو او رسنیو استازیو په وړاندې پرانیستل شو. په دې نندارتون کې د هېواد له ۷ زونونو څخه ۸۰تنه کلیوالي متشبثینو خپل تولیدات لکه لاسي صنایع، خوراکي توکي، زینتي توکي، زېورات...نندارې او خرڅلاو ته ايښي دي. د یادونې وړ ده، چې دا نندارتون به درې ورځې دوام وکړي او د قوس میاشتې په ۱۴مه نېټه به پای ومومي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۸:۳۷
Background image

د مرکزي او ولایتي رئیسانو د همغږۍ سیمینار پای ته ورسېد

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د مرکزي او ولایتي رئیسانو د همغږۍ درې ورځنی سیمینار نن د انټرکانټیننټال هوټل په تالار کې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د محترم وزیر الحاج ملا. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۸:۴۷
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د فراه ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د فراه ولایت له الحاج ملا محمد حافظ مجاهد سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې د فراه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۱۳:۳۷
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د پروان ولایت له مخورو او سپین ږیرو سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د پروان ولایت له مخورو او سپین ږیرو سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې د پروان ولایت. . .

BACK TO NEWS