په کندهار ولایت کې د کرونا وایروس سره د مبارزې په موخه د سپما ګروپو ته د عامه پوهاوي لړۍ پیل شوه
دا چي کرونا وژونکی ویروس دی او ټوله نړۍ يې د خطر سره مخ کړېده، د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د د کلیوالي اقتصاد د پياوړتیا ملي پروګرام د جنوب لویدیځ زون ساحوي دفتر په نوښت په کلیو کې د پور او سپما ګروپونو او اتحادیو ته د کرونا ویروس څخه د ځان ژغورنې پوهاوی ورکول کیږي، چي په ترڅ کي به يې د کندهار په ډنډ او دامان ولسوالیو کي د پوهاوي یاده پروسه پلې شي.
د کرونا ویروس سره د مبارزې په لړ کې په لومړي ځل د کندهار په دامان ولسوالۍ کي د کلیوالي اقتصاد د پیاوړتیا ملي پروګرام د سپما ګروپو غړیو ته د یاد وژونکي ویروس په اړه معلومات وړاندي شول.
خلکو ته سپارښتنه وشوه، تر څو د ویروس سره د مبارزې په موخه د امکان تر حده په خپلو کورونو کې پاتې شي، د ګڼې ګوڼې ځایونو ته د تګ څخه ډډه وکړي، لاسونه په ورځ کي شل ځلې د شلو ثانیو لپاره په صابون ووینځي، په یوه کاسه کې د ډوډۍ خوړولو څخه ډډه وکړي او ورسره نورې مشورې شریکي شولې.
همدارنګه د یاد ویروس د علایمو څرنګوالي او وروسته يې پر لارو چارو بحث وشو.
ګډونوالو د یاد پوهاوي څخه خوښي وښوده او غوښتنه يې وکړه چې نورو خلکو ته دې هم دا ډول معلومات ورسول شي.
