په کندهار ولایت کې د باڼس د ترویج په موخه شپږ ورځنۍ روزنه ورکړل شوه
د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیوالي اقتصاد د پیاوړتیا ملي پروګرام د باڼس د ترویج او پراختیا پروژې له لوري په کندهار ولایت کې د باڼس د کرنې او دود ګرځولو په موخه شپږ ورځنۍ روزنه د دې پروژې ګټه اخیستونکو ته تر سره شوه.
د کلیوالي اقتصاد د پیاوړتیا ملي پروګرام د باڼس د ترویج او پراختیا پروژې مسوول له لوري د مالي سرچینو او مارکېټ ته د لاسرسیو په ګډون د باڼس د ډولونو په اړوندو موضوعاتو کې تفصیلي معلومات د روزنې برخوالو ته وړاندې شول.
د دې پروژې د مسوول له لوري د روزنو په موخه کندهار ولایت ته د یو رسمي سفر په ترڅ کې د ارغنداب او ډنډ ولسوالیو کې د باڼس له کرنیزې ځمکې څخه د لیدنو ترڅنګ، د کندهار ولایت په مرکز میرویس مينه کې د پروژې لهخوا د باڼس د تولیداتو لپاره د جوړ شوي کارخانې هم لیدنه وکړه.
د یادونې وړ ده، چې د کلیوالي اقتصاد د پیاوړتیا ملي پروګرام د باڼس د ترویج او پراختیا پروژه د سارک هېوادونو د مالي پراختیایې صندوق په ملاتړ د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت په چوکاټ کې په کندهار او ننګرهار کې فعالیت لري.
