په کندهار ولايت کې د اوبو لګولو د کاريز د پروژې کار مخ ته تللي دي

Ehsan_admin
چهارشنبه ۱۳۹۸/۱۰/۱۱ - ۹:۵۳
کندهار

د کليو د بيا رغونې او پرمختيا وزارت د سيمه ييز پروګرام له لوري په کندهار ولايت کې د اوبو لګولو د کاريز د پروژې کار چې څه باندې ۸ ميليونه افغانۍ لګښت لري ۴۰ سلنه مخ ته تللي دي. د دغې پروژې په لړ کې چې د ماليې وزارت له لوري تمويل شوې د ياد ولايت د ميوند ولسوالي په خاک چوپان کلي کې د ۷۶۲ مترو په اوږدوالي د اوبو لګولو د کاريزکانال، څاه ګانې، او د اوبو لګولو زيرمتون په پاخه ډول رغول کيږي. د يادې پروژې د تطبيق د بهير پر مهال ۲۴۱۸ کاري ورځې رامنځته کيږي چې له بشپړيدو وروسته به د سيمې ۱۷۵۰ کسه ترې ګټه پورته کړي او ۱۰۰ جريبه کرنيزه ځمکه به د اوبه کولو تر منظم پوښښ لاندې راشي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۴:۳۲
Background image

په زابل ولایت کې د یوه پُل د جوړولو چارې پیل شوې

د زابل ولایت د شاجوی ولسوالۍ اړوند د جعفر علي‌خېلو په کلي کې د (۴۰) مترو په اوږدوالي د یوه پُل د جوړولو چارې د (۱۷.۵) میلیونه افغانیو په لګښت، د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د مالي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۹:۴۷
Background image

د لغمان ولایت علیشنګ ولسوالۍ کې د (۲،۰۸۹) کیلومتره جغل‌ فرش سړک د جوړولو چارې پیل شوې

د لغمان ولایت د علیشنګ ولسوالۍ اړوند له واینګل سیمې څخه تر اولیا بالا پورې د (۲،۰۸۹) کیلومتره جغل ‌فرش سړک د جوړولو چارې، د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیو ودانیزو چارو مرستیال. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۶:۱۳
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیو ودانیزو چارو مرستیال په ننګرهار کې د پراختیايي پروژو د کار له بهیر څخه څارنه ترسره کړه

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیو ودانیزو چارو مرستیال ښاغلي الحاج محمد ارسلاح خروټي ننګرهار ولایت ته د کاري سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د بېرته راستنېدونکو کډوالو ښارګوټي کې د. . .

BACK TO NEWS