په کندز کې  د څه باندې ۶،۱ ميليونه  افغانیو په ارزښت د یو لومړنۍ ښوونځي د ودانۍ جوړولو کار روان دی

content_manager
دوشنبه ۱۳۹۸/۲/۲۳ - ۸:۳۳
کندز

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د ولسي تړون ملي پروګرام له لوري د څه باندې  ۶ میلیونه او ۱۰۰ زره افغانیو په لګښت د اقراء پروژې  په چوکاټ کې  د یو لمړني ښوونځي د ودانۍ د جوړولو کار د کندز ولایت دعلي اباد ولسوالۍ د چیپ بالا کلي په کې روان دی. یاد ښوونځي چې د نجونو او هلکانو د زده کړې لپاره جوړیږي، ۸ ټولګي لري، چې د ضرورت وړ ۵ تشنابونه او د پاکو اوبو یوه څاه به هم ولري. د یاد ښوونځي  د جوړولو په بهیر کې به ۸۶۶ ماهروکاریګرو او ۲۹۶۸ غیر ماهرو کاریګرو ته ۳۸۳۴ کاري ورځې رامنځ ته شي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۳۹۸/۲/۲۹ - ۱۱:۳۵
Background image

د کلیو بیارغونې او پرمختیا وزیر د نړیوال بانک د اقراء پروژې له استازو سره ولیدل

د کليو بیارغونې او پرمخیتا وزیر پوهنمل مجیب الرحمن کریمي د نړیوال بانک د اقراء پروژې له استازو سره، په هېواد کې د ۶۰۰۰ ښوونځيو لپاره دوانیو د جوړولو چارو د ښې همغږۍ او بودیجې د پیدا. . .

یکشنبه ۱۳۹۸/۲/۲۹ - ۱۱:۳۰
Background image

په غزني  کې ۱۴۰۰ کورنیو ته د څښلو پاکې اوبه برابرې شوې

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت په کلیوالي سیمو کې د اوبو رسولو، روغتیاساتنې او اوبو لګولو د ملي پروګرام له لوري د غزني ولایت د جاغوریو ولسوالۍ په بېلا بېلو کلیو کې د څښلو د اوبو ۶۵. . .

یکشنبه ۱۳۹۸/۲/۲۹ - ۱۱:۲۷
Background image

په کاپیسا کې د ۲۳،۹ ميلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو رسولو یوه شبکه ګټې ته وسپارل شوه

د کليو بیارغونې او پراختیا وزارت د سېمه ییزو پروګرامونو د همغږۍ دفتر له لوري د کاپيسا ولایت په البیروني پوهنتون کې د ۲۳،۹ ميليونه افغانیو په ارزښت د څښاک اوبو رسولو یوه شبکه ګټې اخېستنې. . .

BACK TO NEWS