په کندز ولایت کې ۱۵۴ تنه زده کوونکو ته د زده کړې مناسبه زمینه برابره شوه
د کلیو بيارغونې او پراختیا وزارت، د ولسي تړون ملي پروګرام له لوري د اقرأ پروژې تر سیوري لاندې د کندز ولایت د امام صاحب ولسوالۍ اړوند په ترکمن های چولي باي کلي کې د۴.۲ میلیونه افغانیو په ارزښت ۱۵۴ تنه زده کوونکي د یوه ښوونځی په جوړیدو سره د زده کړې له مناسب چاپیریال څخه برخمن کیږي.
دا ښوونځی چې۶ ټولګي،۱ اداري خونه او ۳ تشنابونه لري. دغه ښوونځی د نجونو او هلکانو د زده کړې لپاره جوړ شوی. د دې ښوونځی د جوړېدو په ترڅ کې تخنیکي او نا تخنیکي کاریگرو ته ۲۳۱۲ کاري ورځې رامنځته شوېدي.