په کاپیسا کې د ۴۵.۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د یوه پل او نښلونکي سړک کار راوان دی
د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت د کلیوالي لار جوړولو ملي پروګرام له لوري د کاپیسا ولایت د نجراب ولسوالۍ په ده امیري کلي کې د ۴۵.۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د ۶۳ متره اوسپنیز کانکریټي پل او۱.۴۱ کیلو متره نښلونکي سړک کار راوان دی.
د دې پروژې په پلي کیدا سره به ده امیري او رضا خیل دره کلي د نجراب ولسوالۍ له مرکز سره ونښلول شي، او د خلکو ګڼې ترانسپورتي ستونزې به هوارې شي.