په کاپیسا کې د (۴،۸) میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولو شبکه جوړه شوه

content_manager
یکشنبه ۱۳۹۹/۶/۲۳ - ۱۴:۴۷
په کاپیسا کې د (۴،۸) میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولو شبکه جوړه شوه

د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت په کلیوالي سیمو کې د اوبو رسولو او حفظ‌الصحې د پروګرام له لوري د کاپیسا ولایت د مرکز اړوند زراعت عاشقان کلي کې د ۴،۸ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولو یوه لمریزه شبکه جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

په یاده پروژه کې یوه ژوره څاه ، یوه ۲۰ متره مکعبه زیرمه، د لمریزو هندارو لګول او د هغو لپاره د محافظتي دیوال جوړول او د ۶۹۷۰ مترو په اوږدوالي د پایپونو د شبکې غځول شامل وو.

ددغې پروژې په ترڅ کې څه باندې (۹۰۰) کاري ورځې رامنځته شوي او د څه باندې (۳۰۰) کورنیو لپاره د څښلو پاکې اوبه برابرې شوې.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۸:۳۷
Background image

د مرکزي او ولایتي رئیسانو د همغږۍ سیمینار پای ته ورسېد

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د مرکزي او ولایتي رئیسانو د همغږۍ درې ورځنی سیمینار نن د انټرکانټیننټال هوټل په تالار کې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د محترم وزیر الحاج ملا. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۸:۴۷
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د فراه ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د فراه ولایت له الحاج ملا محمد حافظ مجاهد سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې د فراه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۱۳:۳۷
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د پروان ولایت له مخورو او سپین ږیرو سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د پروان ولایت له مخورو او سپین ږیرو سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې د پروان ولایت. . .

BACK TO NEWS