په کاپیسا کې د ۳۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د یو پله او۲ کیلومتره سړک د جوړولو کار پیل شو
د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیوالي لار جوړونې ملي پروګرام له لوري د کاپیسا ولایت د نجراب ولسوالۍ د باغ امان له سړکه تر ماتان دره پته کلي پورې د ۳۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د یو۳۴ متره اوسپنیز کانکریټي پله او۲.۰۷۵ کیلومتره سړک د جوړولو کار روان دی.
دا سړک باغ امان، وامقصار او ماتان کلي له یو بل او روغتیایي او تعلیمي مرکزونو سره نښلوي او د سیمې د اوسیدونکو ډیری ترانسپورتي ستونزې به هوارې کړي.
