په کاپیسا کې د ۳.۴۷ کیلو متره سړک د کانکریټولو چارې روانې دي
د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت د کلیوالي لار جوړولو د ملي پروګرام په مرسته د ۲۷ میلیونه افغانیو په ارزښت له جمال اغه څخه د کوهستان د حصه دوم ولسوالۍ تر ۱۴۰ متره پل پورې د ۳.۴۷ کیلو متره سړک د کانکریټولو او د هغه د اړوندو جوړښتونو جوړولو چارې روانې دي.