په کاپیسا کې د ۱۳.۴ میلیونو افغانیو په ارزښت ۴۴۴ متره استنادي دیوال کار جریان لري
د کلیو بیارغونې او پرختیا وزارت د سیمه ییزو پروګرامونو د همغږۍ دفتر له لوري د کاپیسا ولایت د حصه دوم کوهستان ولسوالۍ د
کالوتي کلي د پنجشیر د بحر په مربوطاتو کې ۱۳.۴ میلیونو افغانیو په ارزښت ۴۴۴ متره استنادي دیوال کار جریان لري.
ددغې پروژې په تکمیل سره به د سیمې زیاتې کرنیزې ځمکې او ونې د سیلاب له خطره په امن کې شي.