په کاپیسا کې د ۱۰ میلیونه افغانیو په ارزښت ۴۱۱ متره محافظوي دیوال جوړیږي
د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت له لوري د کاپیسا ولایت نجراب ولسوالۍ په چاشت کوهي دره کلان کلي کې د ۱۰ میلیونه افغانیو په ارزښت ۴۱۱ متره محافظوي دیوال جوړیږي.
ددې دیوال په بشپړیدو به د استوګنې کورونه، کرنیزې ځمکې او میوه لرونکې او نا میوه لرونکې ونې د موسمي نیزونو له ګواښه خوندي شي.
۲۵۰ کورنۍ به نیغ په نیغه او ۲۰۰۰ کورنۍ به په نا مستقیم ډول ګټه ترې پورته کړي.