په کاپیسا کې د۴۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د یوه سړک او یوه پل دجوړیدو چارې پیل شوې
د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیوالي لار جوړونې ملي پروګرام له لوري د۴۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د کاپیسا ولایت نجراب ولسوالۍ په ده امیري کلي کې د۶۳ متره کانکریټي اوسپنیز پل او ۱.۴۱ کیلو متره سړک دجوړیدو چارې پیل شوې.
ددې پروژې په بشپړیدو به د نجراب ولسوالۍ ده امیري او رضا خیل دره کلان کلي یو له بل سره وتړل شي او دسیمې داوسیدونکو ډیرې ترانسپورتي ستونزې به هوارې شي.
