په کاپيسا ولایت کې د اوبو رسولو او روغتیا ساتنې د دوو شبکو د پروژو چارې پيل شوې

noor_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۳/۲۱ - ۱۳:۵۷
2

د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست تر چتر او نظارت لاندې، د یونیسف ادارې په مالي مرسته او د وزارت د کلیوالي اوبو رسولو او روغتیا ساتنې پروګرام له خوا د کاپیسا ولایت د تګاب ولسوالۍ په تترخیل او کوره کلیو کې د خلکو د لس سلنې ونډې او د (۱۵۳۲۳۴۶۴) افغانیو په لګښت د سولر پمپ سیسټم سره سمبال د اوبو رسولو د دوو شبکو چارې پيل شوې.

دغه پروژه (۲۰۳۱۷) متره اوږدوالی لري چې پکې کور په کور د شیردهنونو نښلول، د (سل) متر په عمق سره د دوو ژورو څاګانو کیندل، د څښاک پاکو اوبو د دریو کانکریټي اوسپني ذخیرو جوړول چې هر یو يې (۵۰) متر مکعب ظرفیت لري، د (۵۸) سولر تختو نښلول او د سولرونو د ساتنې لپاره د احاطوي دیوالونو جوړول شامل دي چې د یادې پروژې د کار په جریان کې به د نوموړو کلیو یو شمیر اوسیدونکو ته د کار زمینه برابره شي او د یادې پروژې د کار په بشپړیدو سره به (۸۷۰) کورنۍ، د دولس محراب مسجد شریف لمونځ کوونکي او د دوه باب مدرسو طالب العلمان د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی پيدا کړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۰:۱۶
Background image

د بدخشان ولایت د واخان ولسوالۍ د سړک د رغنیزو چارو له بهیر څخه لیدنه ترسره شوه

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د پلان او پالیسۍ مرستیال مولوي شرف ‌الدین مسلم د یوه پلاوي په ملتیا بدخشان ولایت ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې د واخان ولسوالۍ د سړک د رغنیزو چارو له. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۴:۰
Background image

د کليو د بيا رغونې او پراختيا وزارت محترم وزیر صاحب غزني او زابل ولایتونو ته سفر وکړ

د کليو د بيارغونې او پراختيا وزارت محترم وزير الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب د مل پلاوي په ملتیا غزني او زابل ولایتونو ته د کاري سفر په ترڅ کې د یادو ولایتونو د کلیو د بیارغونې او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۷ - ۸:۲۴
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د نورستان ولایت له والي او قومي مشرانو سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د نورستان ولایت له والي ذین العابدین عابد او د یاد ولایت قومي مشرانو سره لیدنه وکړه.

. . .

BACK TO NEWS