په کابل کې د ۱۷ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبه خور درې کانالونه جوړ شول

mrrd-admin
یکشنبه ۱۳۹۹/۱۰/۷ - ۹:۵۴
په کابل کې د ۱۷ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبه خور درې کانالونه جوړ شول

د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت د سیمه ییزو پروګرامونو د همغږۍ ددفتر له خوا د کابل ولایت د شکر درې ولسوالۍ په قلعه عزت، صفر خیلو او قولاب کلیو کې په ټولیزه توګه د څه باندې ۱۷ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبه خور درې کانالونه جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول. دا کانالونه ۸۹۵ متره، ۴۴۲ متره او ۴۳۰ متره اوږده دي چې د جوړیدو په ترڅ کې یې ۳۸۶۰ کاري ورځې رامنځ ته شوې وې. باید ووایو چې یادو کانالونو ۲۱۹۵ جریبه کرنیزه ځمکه د اوبه خور تر منظم پوښښ لاندې راوسته او ۲۲۷۰ کورنۍ یې له ګټو برخمنې شوې.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۴:۳۲
Background image

په زابل ولایت کې د یوه پُل د جوړولو چارې پیل شوې

د زابل ولایت د شاجوی ولسوالۍ اړوند د جعفر علي‌خېلو په کلي کې د (۴۰) مترو په اوږدوالي د یوه پُل د جوړولو چارې د (۱۷.۵) میلیونه افغانیو په لګښت، د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د مالي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۹:۴۷
Background image

د لغمان ولایت علیشنګ ولسوالۍ کې د (۲،۰۸۹) کیلومتره جغل‌ فرش سړک د جوړولو چارې پیل شوې

د لغمان ولایت د علیشنګ ولسوالۍ اړوند له واینګل سیمې څخه تر اولیا بالا پورې د (۲،۰۸۹) کیلومتره جغل ‌فرش سړک د جوړولو چارې، د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیو ودانیزو چارو مرستیال. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۶:۱۳
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیو ودانیزو چارو مرستیال په ننګرهار کې د پراختیايي پروژو د کار له بهیر څخه څارنه ترسره کړه

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیو ودانیزو چارو مرستیال ښاغلي الحاج محمد ارسلاح خروټي ننګرهار ولایت ته د کاري سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د بېرته راستنېدونکو کډوالو ښارګوټي کې د. . .

BACK TO NEWS