په کابل کې د یو میلیون افغانیو په لګښت د اوبه خور یوه پروژه بشپړه شوه
د کلیوبیارغونې اوپراختیا وزارت د ولسي تړون ملي پروګرام له لوري د کابل ولایت د چهار اسیاب ولسوالۍ په برکلي کې د ۱ میلیون افغانیو په لګښت د ۲۶۰ متره اوبه خور کانال،۱۶ سوپر بسیجو، ۱۹ ورخونو او۵۰ متره محافظتي دیوال کار بشپړ او ګټې اخستنې ته وسپارل شو.
ددې پروژې په ترڅ کې ۸۲۵ کاري ورځې رامنځته شوي او په بشپړیدو سره یې ۱۳۰ کورنۍ له ګټو برخمنې شوې دي.
باید ووایو چې دې کانال ۱۵۰ جریبه کرنیزه ځمکه د اوبه خور تر منظم پوښښ لاندې راوستلې ده.