په کابل کې د څه باندې ۱ میلیون افغانیو په ارزښت یو کرنیز کانال د جوړولو کار بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو
د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د ولسي تړون ملي پرګرام له لوري د کابل ولایت د چهار اسیاب ولسوالۍ په قلعه رشید کلي کې د څه باندې ۱ میلیون افغانیو په ارزښت یو کرنیز کانال بشپړ شو. د نوموړي کانال اوږدوالی ۳۴۵ متره دی، چې ۱۴۰ جریبه کرنیزه ځمکه خړوبوي او ۴۰۰ کورنۍ ترېنه ګټه اخلي. د یادونې وړده، چې ددې پروژې د جوړیدو په بهیر کې تخنیکي او ناتخنیکي کاریګرو ته ۱۰۸۳ کاري ورځې رامنځته شوې دي.
