په کابل کې د۳.۴ میلیونه افغانیو په ارزښت داوبو رسولو دیوې شبکې دجوړولو هوکړه لیک لاسلیک شو
د کابل ولایت دکلیو بیا رغونې او پراختیا رییس او د اړوندې شورا ترمنځ د دغه ولایت دموسهي ولسوالۍ په رحمت اباد کلي کې د۳.۴ میلیونه افغانیو په ارزښت داوبو رسولو دیوې شبکې دجوړولو هوکړه لیک لاس لیک شو.
دا شبکه دکلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت داوبو رسولو ملي پروګرام تر چتر لاندې جوړیږي، چې په بشپړتیا سره به یې ۳۰۰ کورنۍ دڅښاک پاکو اوبو ته لاسرسی ومومي.