په پکتیکا کې د ۷۹ زره امرکایي ډالرو په ارزښت د اوبو رسولو د ۱۲ شبکو کار پیل شو
د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت له لوري د قطر هیواد په مالي مرسته او د AEAO موسئسې په همکارۍ د پکتیکا ولایت په اورګون والسوالۍ کې د ۷۹ زره امرکايي ډالرو په ارزښت د پاکو اوبو رسولو د ۱۲ شبکو کار پیل شو.
چې د یادو شبکو په جوړیدوسره به له وچکالي سره د مبارزې تر څنګ د ارګون ولسوالۍ بیلا بیلو کلیو کې ۶۰۰ کورنيو ته پاکې اوبه ورسیږي.