په پکتیکا کې د ۴۳ میلیونه افغانیو په ارزښت د دوو پرمختیايي پروژو کار پیل شو
د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت له لوري د پکتیکا ولایت د ارګون ولسوالۍ په دهني کلي کې د ۴۳ میلیونه افغانیو په ارزښت د ۹۵۰ متره استنادۍ دیوال او ۱.۶۱۵ کیلو متره کانال د جوړیدو چارې پیل شوې.
ددې پروژو په پلي کیدا سره به سلګونه جریبه کرنیزه ځمکه د سیلابونو له ګواښه خوندي شي او د اوبه خور تر منظم پوښښ لاندې به راشي.