په پکتیکا کې د ۳.۲ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو رسولو د یوې شبکې جوړولو هوکړه لیک لاسلیک شو
د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت له لوري د پکتیکا ولایت د زرغون شهر ولسوالۍ په کندراتي کلي کې د دغه ولایت د کلیو بیا رغونې او پراختیا د رییس او اړوندې شورا تر منځ د ۳.۲ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو رسولو د یوې شبکې جوړولو هوکړه لیک لاسلیک شو.
دا شبکه به د ۵ میاشتو په ترڅ کې جوړه شي او په بشپړتیا سره به یې ۱۹۶ کورنۍ د څښاک له پاکو او صحي اوبو برخمنې شي.