په پکتیا کې د ۳۰ میلیونه افغانیو په ارزښت ۴.۱ کیلو متره سړک جوړ شو

content_manager
چهارشنبه ۱۳۹۹/۷/۹ - ۱۴:۴۳
په پکتیا کې د ۳۰ میلیونه افغانیو په ارزښت ۴.۱ کیلو متره سړک جوړ شو

د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت د کلیوالي لار جوړولو ملي پروګرام له لوري د پکتیا ولایت له ستر حرم کلي څخه د لجې منګل ولسوالۍ تر مرکز پورې د ۳۰ میلیونه افغانیو په ارزښت ۴.۱ کیلو متره سړک او د اوبو ایستلو سیستم یې جوړ او پر سړک کریړ واچول شو.

د دې سړک په جوړیدو سره ستر حرم، کوز حرم او رازق غونډۍ کلي د لجې منګل ولسوالۍ له مرکز سره ونښلول شول او ۲۸۰۰ کسان یې نیغ په نیغه له ګټو برخمن شول.

د یادونې وړ ده چې د دې پروژې د پلي کیدا په ترڅ کې ۴۸ زره او ۴۵۴ کاري ورځې رامنځ ته شوې وې.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۶ - ۹:۹
Background image

په پکتیکا ولایت کې د څښاک پاکو اوبو رسولو (۴۲) شبکو د جوړولو چارې پیل شوې

د کليو د بيارغونې او پراختيا وزارت د محترم وزير الحاج ملا محمد یونس اخندزاده صاحب له خوا د پکتیکا ولایت په ګومل، وازې خوا، ډیله، خوشامند، جاني خیلو، چهاربران او شکین ولسوالیو کې د څه. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۲ - ۸:۵۶
Background image

په ميدان وردګو ولایت کې د پاکو اوبو (۴۰) حلقه څاګانو د کيندلو چارې پيل شوې

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د محترم وزیر الحاج ملا محمد یونس اخندزاده صاحب له خوا د میدان وردګو ولایت په مرکز ميدان ښار، نرخ او سيد آباد ولسواليو کې  د (۴۰) حلقو نيمه ژورو څاګانو. . .

شنبه ۱۴۰۴/۹/۱ - ۱۰:۳۸
Background image

په بامیانو ولایت کې د څښاک پاکو اوبو رسولو (۱۲) شبکو د جوړولو چارې پیل شوې

د کليو د بيارغونې او پراختيا وزارت له لوري د بامیانو ولایت په مرکز او يکاولنگ ولسوالۍ کې د شاوخوا (۳۷) میلیونه افغانیو په لګښت د څښاک پاکو اوبو رسولو (۱۲) شبکو د جوړولو چارې  د دغه. . .

BACK TO NEWS