په پکتیا کې د لومړي ځل لپاره کوچیانو ته د اوبو رسول د یوې پروژې کار پیل شوو
د کلیو بیا رغونې او پرختیا وزارت د ولسي تړون ملي پرګرام له لوري د پکتیا ولایت د احمدابا ولسوالۍ په ازاد خېلو سیمه کې د کوچیان په ایلبند کې د لومړي ځل لپاره څه باندې ۵ لکه افغانیو په ارزښت د څښاک د پاکو اوبو د رسولو یوه پروژه تطبیق کیږي. په دې پروژې کې ۵ څاه ګانې شامل دي، چې په بشپړېدو سره به یې ۴۱ د کوچیانو کورنیو ته د څښاک پاکې اوبه برابره شي.