په پنجشیر کې د ۷ کیلومتره سړک د سروې چارې پیل شوې
د پنجشیر ولایت د رخې ولسوالۍ له درخیل سیمې تر ګلزنګ سیمې پورې د ۷ کیلومتره سړک د پخولو د سروې چارې پیل شوې.
د ا سړک د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیوالي لار جوړونې د ملي پروګرام له لوري جوړیږي او په جوړیدو به یې د سیمې د اوسیدونکو ډیری ترانسپورتې ستونزې هوارې شي.
