په پنجشیر کې د ۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د ۱.۱۴ کیلو متره سړک جوړولو کار پیل شو

د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت د سیمیزو پروګرامونو د همغږۍ دفتر له خوا د پنجشیر د رخه ولسوالۍ په قابضان کلي کې د څه باندې ۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د ۱.۱۴ متره سړک جوړولو کار پیل شو.
دا پروژه د هند هیواد په مالي مرسته د پنجشیر د کلیو بیا رغونې او پراختیا ریاست په مدیریت پر مخ ځي چې په بشپړیتا سره به یې د سیمې د خلکو ترانسپورتي ستونزې هوارې شي.