په پنجشیر کې د ۲ میلیونه افغانیو په ارزښت ۱۵۲ متره استنادي دیوال جوړ شو
د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت د ولسي تړون پروګرام له لوري د پنجشیر ولایت شتل ولسوالۍ په ده کلان کلي کې د ۲ میلیونه افغانیو په ارزښت ۱۵۲ متره استنادي دیوال جوړ شو.
دا دیوال په ۴۵ ورځو کې جوړ شوی او ۶۰۰ جریبه کرنیزه ځمکه، باغونه او ۴۰۰ ډوله میوه لرونکي او بې میوې نیالګي یې د سیند د اوبو له ګواښه خوندي کړي.