په پنجشیر کې د ۲.۷ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو رسولو د یوې شبکې کار روان دی
د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت د ولسي تړون پروګرام له لوري د پنجشیر ولایت د شتل ولسوالۍ په ده کلان کلي کې د ۲.۷ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو رسولو د یوې شبکې کار روان دی.
دا شبکه ۵۷۶۷ متره اوږدوالی، یو د اوبو زیرمه او ۱۵ نلکې لري او په بشپړتیا سره به یې ۳۸۰ کورنۍ د څښاک صحي اوبو ته لاسرسی ومومي.
