په هرات ولایت کې د ۸ پراختیایي شوراګانو غړو ته د کرونا وایروس په هکله عامه پوهاوی ورکړل شو

د کليو بيارغونې او پراختيا وزارت د ولسي تړون ملي پروګرام له لورِي د هرات ولایت د اوبه ولسوالۍ د ۸ پراختیایي شوراګانو غړو ته د کرونا وایروس په هکله لازم پوهاوی ورکړل شو. په دغه شوراګانو کې نارینه او ښځینه غړو ګډون درلود چې هغوی ته د کرونا وایروس د خطرونو، له هغې څخه د ځان ساتنې او د وایروس د لیږد د مخنیوي د لارو چارو په هکله لازم پوهاوی ورکړل شو. دوی ژمنه وکړه چې دا مالومات به د خپلو کلیو په کچه له خلکوسره شریک کړي. د یادونې وړده چې د اوبه ولسوالۍ د هرات ولایت له لرو پرتو سیمو څخه ده چې تراوسه پکې خلکو ته د کرونا وایروس په هکله لږ پوهاوی ورکړل شویدی.