په نیمروز کې د کلیوالي اقتصاد پیاوړتیا پروګرام د فعالیتونو بهیر

mrrd-admin
دوشنبه ۱۳۹۹/۱۱/۲۷ - ۱۴:۱۴
په نیمروز کې د  کلیوالي اقتصاد پیاوړتیا پروګرام د فعالیتونو بهیر

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیوالي اقتصاد د پياوړتیا ملي پروګرام د نیمروز ولایت په چهاربرج ولسوالۍ او زرنج ښار کې ۳۰ نارینه او ښځینه سپما ګروپونه جوړ کړي دي، چې ۲۳۲ کلیوال پکې غړیتوب لري.

همدا راز په دې ولایت کې د ۱۱ پرمختیایي شوراګانو په کچه اتحادیو ته بانکي حسابونه پرانیستل شوي او د پروګرام ګټه اخیستونکو سپما ګروپونو ته ۱۴۱ د سپما بکسونه هم وېشل شوي دي.

د یادونې وړ ده، چې تر اوسه په دې ولایت کې د پور او سپما ۳۸ کلیوالي اتحادیې او ۹۳۴ نارینه او ښځینه سپما ګروپونه چې ۹۵۳۶کلیوال پکې غړیتوب لري؛ جوړ شوي. یادو ګروپونو څه دپاسه یو میلون افغانۍ سپمولي، چې نږدې نهه سوه زره افغانۍ یې د پور په توګه خپلو غړیو ته ورکړې دي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۸:۴۷
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د فراه ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د فراه ولایت له الحاج ملا محمد حافظ مجاهد سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې د فراه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۱۳:۳۷
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د پروان ولایت له مخورو او سپین ږیرو سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د پروان ولایت له مخورو او سپین ږیرو سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې د پروان ولایت. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۴ - ۱۳:۵۱
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر له نړیوالو علماوو سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر، الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب، په خپل کاري دفتر کې د ترکیې، کینیا، بورکینا فاسو، نایجیریا، موریتانیا او صربیا هېوادونو له علماوو سره وکتل. . .

BACK TO NEWS