په نیمروز کې د څه باندې ۵.۲ میلیونه افغانیو په ارزښت د یوې لمریزې برښنا د شبکې د جوړولو کار روان دی

Ehsan_admin
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۱۰/۲۴ - ۱۰:۸
نیمروز

د کلیو د بیا رغونې او پراختیا وزارت د ولسي تړون ملي پروګرام له لوريی د څه باندې د ۵.۲ میلیونه افغانیو په ارزښت د یوې لمریزې برښنا د شبکې د جوړولو کار د نیمروز ولایت د چهار برجک  ولسوالۍ د مرکز بازار پرمختیایي شورا له خوا روان دی. دغه د برښنا لمریزه شبکه د ۱۲ اعشاریه ۸ کیلوواټو برښنا د تولید ظرفیت لري او د نوموړې پروژې د کار په بهیر کې ماهرو او غیرو ماهرو کاریګروته  ۵۴۰ کاري ورځې رامنځته شوې او د کلي ۱۱۰ کورنۍ ترینه ګټه پورته کوي. د یادونې وړ ده چې په دې شبکه کې ۷۰ تختې، ۲۵۰ واټه سولري هېندارې او ۲۲۰ امپایره ۵۰ بطريو پر نصب سربېره ۲۳۰۰ متره مزي هم غځېږي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۶ - ۹:۹
Background image

په پکتیکا ولایت کې د څښاک پاکو اوبو رسولو (۴۲) شبکو د جوړولو چارې پیل شوې

د کليو د بيارغونې او پراختيا وزارت د محترم وزير الحاج ملا محمد یونس اخندزاده صاحب له خوا د پکتیکا ولایت په ګومل، وازې خوا، ډیله، خوشامند، جاني خیلو، چهاربران او شکین ولسوالیو کې د څه. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۲ - ۸:۵۶
Background image

په ميدان وردګو ولایت کې د پاکو اوبو (۴۰) حلقه څاګانو د کيندلو چارې پيل شوې

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د محترم وزیر الحاج ملا محمد یونس اخندزاده صاحب له خوا د میدان وردګو ولایت په مرکز ميدان ښار، نرخ او سيد آباد ولسواليو کې  د (۴۰) حلقو نيمه ژورو څاګانو. . .

شنبه ۱۴۰۴/۹/۱ - ۱۰:۳۸
Background image

په بامیانو ولایت کې د څښاک پاکو اوبو رسولو (۱۲) شبکو د جوړولو چارې پیل شوې

د کليو د بيارغونې او پراختيا وزارت له لوري د بامیانو ولایت په مرکز او يکاولنگ ولسوالۍ کې د شاوخوا (۳۷) میلیونه افغانیو په لګښت د څښاک پاکو اوبو رسولو (۱۲) شبکو د جوړولو چارې  د دغه. . .

BACK TO NEWS