په نورستان کې ۳۲۰ تنه زده کوونکو ته د زده کړې مناسبه زمینه برابره شوه

mrrd-admin
شنبه ۱۴۰۰/۴/۱۲ - ۱۵:۱۸
په نورستان کې ۳۲۰ تنه زده کوونکو ته د زده کړې مناسبه زمینه برابره شوه

د کلیو بيارغونې او پراختیا وزارت، د ولسي تړون ملي پروګرام اقرأ پروژې تر سیوري لاندې د نورستان ولایت د وایګل ولسوالۍ اړوند په کیګل کلي کې د ۸.۹ میلیونه افغانیو په لګښت ۳۲۰ تنه زده کوونکي د یوه ښوونځي په جوړیدو سره د زده کړو له مناسب چاپېریال څخه برخمن شول.

دا ښوونځی ۸ ټولګي،۲ اداري خونې، ۵ تشنابونه او د څښاک د پاکو اوبو یوه څاه لري. دغه ښوونځی د نجونو او هلکانو د زده کړو لپاره جوړشوی چې د جوړیدو پر مهال یې د تخنیکي اوناتخنیکي کاریګرو لپاره ۳۸۴۵ کاري ورځې برابرې شوې وې.

د يادونې وړ ده، چې د ولسي تړون ملي پروګرام تر سيوري لاندې د اقرا برنامې له لوري د نورستان ولایت په وایګل ولسوالۍ کې ۱۶ ښوونځي جوړیږې، چې د يو شمېر ودانيو چارې بشپړې او پاتې نور به يې په نږدې راتلونکي کې بشپړ او ګټې اخيستنې ته وسپارل شي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱/۲۳ - ۱۰:۱۹
Background image

په لغمان ولایت کې ( ٢٤٤) بیلابیلې پراختیايي پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له لوري د لغمان ولایت په علیشنګ او بادپښ ولسوالیو کې د (٢٧٨) میلیونه افغانیو په لګښت د ( ٢٤٤ ) پراختیايي پروژو چارې بشپړې او د یوې غونډې په ترڅ کې د. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱/۲۳ - ۱۰:۱۲
Background image

په لغمان ولایت کې د (۱۶۱) بیلابیلو پراختیايي پروژو چارې پیل شوې

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له لوري د لغمان ولایت په علینګار ولسوالۍ کې د شاوخوا (٢٩٥) میلیونه افغانیو په لګښت د (۱۶۱) پراختیايي پروژو چارې د یوې غونډې په ترڅ کې د دغه وزارت د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱/۶ - ۹:۲۹
Background image

په کاپیسا ولایت کې د(۶۸) پراختیايي پروژو چارې پیل شوې

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له لوري د کاپيسا ولایت په تګاب ولسوالۍ کې د شاوخوا (۱۲۰) میلیونه افغانیو په لګښت د (۶۸) پراختیايي پروژو چارې نن د یوې غونډې په ترڅ کې د دغه وزارت د. . .

BACK TO NEWS