په نورستان کې د ۵ کیلو متره سړک او یو استنادي دیوال سروې بشپړه شوه
د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت د سمه ییزو پروګرامونو د همغږۍ دفتر له خوا د نورستان ولایت د کنتوای درې په رحیم اباد او وزیر اباد کلیو کې د ۵ کیلو متره سړک او یو استنادي دیوال جوړولو سروې بشپړه شوه.
د دې سړک په جوړولو سره به د رحیم اباد د ګڼ شمیر اوسیدونکو ترانسپورتي ستونزې هوارې شي او د استنادي دیوال په جوړولو سره به په وزیر اباد کلي کې ډیره اندازه کرنیزه ځمکه د موسمي سیلابونو له ګواښه خوندي شي.