په نورستان کې د۴.۸ میلیونه افغانیو په لګښت د یو کلیوالي سړک کار بشپړ او ګټې اخستنې ته وسیارل شو
د کلیو دبیارغونې او پراختیا وزارت ولسي تړون ملي پروګرام له لوري د نورستان ولایت واما ولسوالۍ په کیګل بانډه کې ۳۵۰۰ مټره فرعي سړک جوړ او ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.
دا سړک چې په لومړي ځل یې د یوه غرني کلي ۷۴ کورنۍ له نورو کلیو سره ونښلولې، د جوړېدو په بهیر کې یې ماهرو او غير ماهرو کارکوونکیو لپاره ۱۳۷۴ کاري ورځې رامنځته شوې.