په نورستان ولایت کې د ۷۹ میلیونه افغانیو په ارزښت د یوه سړک د جوړولو اساسي کار روان دی

په نورستان ولایت کې د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت د سیمه ییز پروګرام له لوري د څه باندې ۷۹ میلیونه افغانیو په ارزښت د ۵۱۰ متره اوږد او ۳۱ متره په اندزه د سور لرونکي سړک د جوړولو کار روان دی.
د دې سړک دواړو غاړو ته څلور متره پیادرو هم په اساسي ډول جوړیږي.
د دې ترڅنګ د یاد سړک په منځ کې ۵۰۱ متره اوږد او ۲،۵ متره سور لرونکی ګلدان هم جوړیږي، چې د ښکلا په موخه به د څراغونو ستنې په کې ولګول شي او په ګلدانونو کې به یې زینتي بوټي هم وکرل شي.
د سړک ساتنې په موخه داوړو غاړو ته ۱۰۲۰ متره لښتي، د ۶ مترو په لوړوالي ۹۱۵ متره استنادي دیوالونه او دوه کوچني پلونه هم جوړیږي.
د دې سړک د جوړولو په موخه په ځينو ځایونو کې د ۱۴۵۵۱ مکعب متره په اندزه د غرونو ځيني برخې هم هوارې شوې دي او د سړک د لا ډير کېفیت په موخه ۲۰۰۱ مکعب متره په اندزه سیخ داره کانکریټ هم شوی دی.
د دغه سړک د فزیکي کار پر مهال به چې له ملي بودیجې تمویل شوی او د یاد ولایت په مرکز پارون کې جوړیږي ۱۲۳۰۰ کاري ورځې رامنځته شي او په بشپړیدو به یې د سیمې ۸۷۴۳ کسه په مستقیم ډول ترې ګټه پورته کړي.
د یادونې وړ ده چې دغه سړک به د ځايي اوسیدونکو د ټولنیز ژوندانه په بیلابیلو اړخونو د پام وړ اغیزه ولري او د نورستان ولایت مرکز پارون ته به ځانګړي ښکلا ورکړي.