په نورستان ولایت کې د ۲۲۰ کورنیو لپاره د څښلو پاکې اوبه برابرې شوې
د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت په کلیوالي سیمو کې د اوبو رسولو او حفظ الصحې د پروګرام له لوري د نورستان ولایت د نورګرام ولسوالۍ په شړوک کلي کې د اوبو رسولو یوه شبکه جوړه او د ځايي خلکو ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
د څښاک د اوبو په دغه شبکه باندې ټولټال ۲.۹ میلیونه افغانۍ ولګېدې چې د یواس ایډ/ یونیسف ادارې لخوا ورکړل شوې او په تکمیلېدو سره یې د شاوخوا ۲۲۰کورنیو لپاره د څښاک پاکې اوبه برابرې شوې.
د اوبو رسولو ددغې پروژې د جوړولو چارو دغه راز د ځايي خلکو لپاره شاوخوا ۲،۲۰۰ کاري ورځې هم ایجاد کړې.
