په ننگرهار کې ۳ میلیونه افغانیو په ارزښت د استنادي دیوال پروژه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

content_manager
دوشنبه ۱۳۹۹/۷/۱۴ - ۱۳:۵۲
په ننگرهار کې ۳ میلیونه افغانیو په ارزښت د استنادي دیوال پروژه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

په ننګرهار ولایت کې د کلیو د بیا رغونې او پرمختیا وزارت د سیمه ییز پروګرام له لوري د استنادي دیوال پروژه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

د دغې پروژې په ترڅ کې د یاد ولایت د کوټ ولسوالي په کوز باراخیل کلي کې د نږدې ۳ میلیون افغانیو په ارزښت د ۲۰۰ مترو په اوږدوالي استنادي دیوال جوړ شویدی.

د دغې پروژې د تطبیق پر مهال چې له ملي بودیجې تمویل شوې ۲۲۲۶ کاري ورځې رامنځته شوي او اوس چې بشپړه شوې د سیمې ۹۳۸ اوسیدونکي ترې ګټه پورته کوي.

د یادونې وړ ده چې د دغې پروژې له لارې د سیمې ګڼ شمیر کورونه او کرنیزې ځمکې د سیلابونو له زیان څخه خوندي کړل شویدي.

 

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۴:۰
Background image

د کليو د بيا رغونې او پراختيا وزارت محترم وزیر صاحب غزني او زابل ولایتونو ته سفر وکړ

د کليو د بيارغونې او پراختيا وزارت محترم وزير الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب د مل پلاوي په ملتیا غزني او زابل ولایتونو ته د کاري سفر په ترڅ کې د یادو ولایتونو د کلیو د بیارغونې او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۷ - ۸:۲۴
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د نورستان ولایت له والي او قومي مشرانو سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د نورستان ولایت له والي ذین العابدین عابد او د یاد ولایت قومي مشرانو سره لیدنه وکړه.

. . .
یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۴:۲۵
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د اهل تشیع مخور سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د اهل تشیع له مخور سید حسن فاضل زاده او استازو سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پیل کې. . .

BACK TO NEWS