په ننگرهار کې کلیوالو ته د چاپېریال‌ساتنې او جندر موضوعاتو اړوند ورکشاپ ورکړل شو

Ehsan_admin
یکشنبه ۱۳۹۹/۴/۸ - ۶:۱۴
ننگرهار

د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیوالي اقتصاد د پیاوړتیا ملي پروگرام له لوري د ننگرهار ولایت د کامې، بهسودو، سرخرود او روداتو ولسواليو ۱۵ تولیدي گروپونو غړیو ته د خپلو ورځنیو تولیدي فعالیتونو په برخه کې د چاپېریال‌ساتنې، جنډر او د شکایاتو د ثبت په اړه ورکشاپ ورکړل شو.

په‌دې ورکشاپ کې پر ټولنه د ککړ چاپېریال اغېزې، شکایات او ستونزو ثبت کولو مېکانېزم او مسوولینو ته يې رسول او همدارنگه په یاده برخه کې د جنډر موضوعاتو ته پام کول د دې ورکشاپ لوی ټکي وو.

د پروگرام پر گټه اخیستونکیو د ورکشاپ تر څنگ تبلیغاتي مواد، بروشرې او د زده‌ کړې په موخه پوسترې هم ووېشل شوې.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۹/۷ - ۱۱:۴
Background image

په لوګر ولایت کې د (۱۱) کیلو متره اسفالټ سړک د جوړولو چارې پيل شوې

د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب له خوا د لوګر ولایت په محمد آغه ولسوالۍ کې د څه باندې (۱۴۳) میلیون افغانیو په لګښت د (۱۱) کیلو مترو په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۹/۳ - ۴:۴۵
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت او د لوړو زده کړو وزارت د ګډې څارنې کمېټې غونډه ترسره شوه

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت او د لوړو زده کړو وزارت د ګډې څارنې کمېټې غونډه، د دواړو وزارتونو ترمنځ د لاسلیک شوي مخکیني ګډې همکارۍ هوکړه‌لیک د تطبیق بهیر د ارزونې په موخه، د کلیو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۹/۲ - ۵:۴۷
Background image

په کندهار ولایت کې د اوبو د یوه کوچني بند (چکډیم) د جوړولو چارې پیل شوې

د کندهار ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست له لوري د دغه ولایت د ارغستان ولسوالۍ په ماکوان خانزي کلي کې د څه باندې (۶،۱) میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو د یوه کوچني بند (چکډیم) د. . .

BACK TO NEWS