په ننګرهار کې ۲۲۰ تنه زده کوونکو ته د زده کړې مناسبه زمینه برابره شوه.

mrrd-admin
دوشنبه ۱۴۰۰/۲/۲۷ - ۱۰:۲۱
په ننګرهار کې ۲۲۰ تنه زده کوونکو ته د زده کړې مناسبه زمینه برابره شوه.

په ننګرهار ولایت کې۲۲۰ تنه زده کوونکي د یوه ښوونځی په جوړیدو سره د زده کړې له مناسب چاپیریال څخه برخمن شول. دا ښوونځی چې ۸ درسي خونې،۱ اداري خونه،۵ تشنابونه او د څښاک د پاکو اوبو یوه څاه لري د ننګرهارولایت د کوز کونړ ولسوالۍ اړوند د ګارمیلا کلي پراختیایي شورا لخوا یې کار بشپړ شویدی. دغه ښوونځی د کلیو بيا رغونې او پراختیا وزارت، د ولسي تړون ملي پروګرام له لوري د اقرأ پروژې تر سیوري لاندې د نجونو او هلکانو د زده کړې لپاره جوړ شوېدي. د دې ښوونځي د جوړېدو په ترڅ کې تخنیکي او نا تخنیکي کاریگرو ته ۲۷۶۲ کاري ورځې رامنځته شوېدي. د یادونې وړ ده، چې په کوز کونړ ولسوالۍ کې د اقرا برنامې له لوري ۱۷ بابه ښوونځيو ته د ودانيو جوړول منظور شوي، چې رغنیزې چارې يې په چټکۍ سره جریان لري او په نږدې راتلونکې کې به بشپړ او ګټې اخيستنې ته وسپارل شي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۹/۳ - ۴:۴۵
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت او د لوړو زده کړو وزارت د ګډې څارنې کمېټې غونډه ترسره شوه

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت او د لوړو زده کړو وزارت د ګډې څارنې کمېټې غونډه، د دواړو وزارتونو ترمنځ د لاسلیک شوي مخکیني ګډې همکارۍ هوکړه‌لیک د تطبیق بهیر د ارزونې په موخه، د کلیو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۹/۲ - ۵:۴۷
Background image

په کندهار ولایت کې د اوبو د یوه کوچني بند (چکډیم) د جوړولو چارې پیل شوې

د کندهار ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست له لوري د دغه ولایت د ارغستان ولسوالۍ په ماکوان خانزي کلي کې د څه باندې (۶،۱) میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو د یوه کوچني بند (چکډیم) د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۹/۲ - ۵:۴۳
Background image

په کونړ ولایت کې د اوبو رسولو دوې شبکې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

د کونړ ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست له لوري د دغه ولایت د پیچ درې ولسوالۍ  په درې ښار او توحید آباد کلیو کې د څه باندې (۷.۱) میلیون افغانیو په لګښت د اوبو رسولو دوو شبکو د. . .

BACK TO NEWS