په ننګرهار کې ۱۷ کورنیو ته د ۶۸ زره افغانیو په ارزښت د خوراکي توکو مرسته وشوه
د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د ولسي تړون ملي پروګرام د غله جاتو د بانک له لوري د ننګرهار ولایت د کامې ولسوالۍ په پیرزایي کلي کې له ۱۷ بیوزلو کورنیو سره د ۶۸ زره افغانیو په ارزښت د خوراکي توکو مرستې وشوه. دغه مرستې د ولسي تړون د ټولنیز ګډون لپاره د مالي وجهې پروګرام (SIG) له لوري وړاندې شوې وې، چې اوړه، غوړي، وریجې، بوره او لوبیا پکې شامل و.
