په ننګرهار کې پر ۹۷۳۶ بې وزلو کورنیو د خوراکي توکو ویشلو لړۍ روانه ده
د ننګرهار کلیو بیا رغونې او پراختیا ریاست ترچتر لاندې د خوړو نړیوال پروګرام WFP په مرسته د FGA په تخنیکي همکارۍ په شپږو ولسوالیو کې ۹۷۳۶ بې وزله کورنیو ته د خوراکي توکیو مرستې وویشل شوې.
د ننګرهار کلیو پراختیا او بیارغونې رییس انجینر امان الله میاخیل وویل دغه مرستې په بټي کوټ ولسوالۍ کې ۱۵۰۰ کور نیو، اچین ولسوالۍ کې ۱۹۳۱ کورنیو ، خوږیاڼو ولسوالۍ کې ۱۸۰۵ کورنیو ، دره نور ولسوالۍ کې ۱۰۰۰ کورنیو ، بهسودو ولسوالۍ کې ۲۰۰۰ کورنیو او په کو ټ ولسوالۍ کې ۱۵۰۰ کورنیو ته ویشل کیږي چې په یوشمیر ولسوالیو کې دغه بهیربشپړ شوی او په یوشمیرولسوالیو کې جریان لري.
پدې مرستو کې ۴۶ کیلو ګرامه اوړه ، ۴،۵ لیتره غوړي، اته نیم کیلو ګرامه دال او یو کیلو مالګه شامل دي چې هرې کورنۍ ته به یاد مقدار مواد ددرې میاشتو لپاره ورکول کیږي.
د کلیو پراختیا ریاست په همکارۍ په داسې حال کې کلیوالي سیمو کې اړمنو کورنیو ته خوراکي توکي ویشل کیږي چې په بازارونو کې د لومړنیو خوراکي توکیو بیې د پخوا په پرتله لوړې شوې دي.
