په ننګرهار کې له ۹ اړو کورنیو سره د څه باندې ۶۸ زره افغانيو په ارزښت د خوراکي توکو مرسته وشوه
د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د ولسي تړون ملي پروګرام د غله جاتو د بانک له لوري د ننګرهار ولایت د کامې ولسوالۍ اړوند د ده طاهر بالا پراختیایي شورا لخوا له ۹ اړو کورنیو سره د څه باندې ۶۸ زره ا فغانيو په ارزښت د خوراکي توکو مرستې وشوې. دغه مرستې د ولسي تړون د ټولنیز ګډون لپاره د مالي وجهې پروګرام (SIG) لخوا چې د خلکو ونډه هم پکې وه، کلیوالو ته وړاندې شوې پدې مرستو کې هرې کورنۍ ته ۵۰ کیلو اوړه، ۱۶ کیلو غوړي، ۲۵ کیلو وریجې، ۷ کیلو لوبیا، ۷ کیلو دال، ۱ کیلو چای، مالګه او ۱۴ کیلو بوره ور کړل شوه.