په ننګرهار کې له ۱۸ اړو کورنیو سره د څه باندې ۶۸ زره افغانيو په ارزښت د خوراکي توکو مرسته وشوه
له ۱۸ اړو کورنیو سره څه د باندې ۶۸ زره افغانيو په ارزښت د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د ولسي تړون ملي پروګرام د غله جاتو د بانک له لوري د ننګرهار ولایت د کامې ولسوالۍ د کوزګرابه د پراختیایي شورا له خوا د خوراکي توکو مرسته وشوه. دغه مرستې د ولسي تړون د ټولنیز ګډون لپاره د مالي وجهې پروګرام (SIG) لخوا چې د خلکو ونډه هم پکې وه، کلیوالو ته وړاندې شوې چې اوړه ، بوره او لوبیا په کې شامل وو. د بې روزګارۍ او موسمي لوږې په موده کې د کلیو اړو کسانو ته د غله جاتو بانکونو له لارې مرسته، بیوزلو کسانوته دشتمنو خلکوله خوا دلاسنیوي فرهنګ دودوي.
